AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲ ۱۲:۱۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85585432
T T
۰ Persons

Tags

ایران د ځمکې نه هوا ته د ویشتونکو توغندیو د رینج له پلوه د نړۍ په شپږو مخکښو هیوادونو کې دی

 کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي سیسټم د شمال لویدیځې سیمې قوماندان وویل: ایران له ځمکې څخه هوا ته د ویشتونکو توغندیو د رینج په لحاظ د نړۍ د شپږو مخکښو هیوادونو په کتار کښې دی او دا وياړناکه لاسته راوړنه د انقلاب او سپيڅلي دفاع دوره وروسته په کلونو کې ترلاسه شوي دي.

 د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، ستر جنرال عباس عظيمي د وږی د مياشتې په لسمه نېټه د انقلاب د معظم رهبر په امر د هوايي سيسټم د جوړېدو د کليزې په مناسبت په يوه خبري غونډه کښې زياته کړه: له انقلاب څخه مخکې د هېواد ټول تجهيزات او تاسيسات له بهر څخه وارد شوی و، مګر نن ورځ دا د کورنیو ساینس پوهانو او متخصصینو لخوا تولید شوي چې د اوسني رادارونو لړۍ تر ٣٠٠ کیلومترو پورې رسیږي، پداسې حال کې چې د انقلاب دمخه دا شاوخوا ٤٥ کیلومتره وه.

 هغه ټینګار وکړ چې د جګړې او سولې شرایط د هوايي نظام لپاره هیڅ معنا نه لري او دغه پوځي کمپلکس هر وخت په تیاره کې وي.

امیر عظیمی په دې خبرې سره چې د نړۍ په هیڅ برخه کې د هوایی سیستم مفهوم مطلق نه دی، د صهیونیسټ رژیم د مشرانو له خوا د اوسپنې گنبد په شان تعبیرونه یې دروغ وبلل او ویې ویل: د وعده صادق عملیات او د حزب الله لبنان لخوا د اشغال شویو سیمو د راکټونو دزې کول، دا ادعا دروغ ثابت کړي دي.

 هغه په ​​بیلا بیلو ډګرونو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوایی ځواک لوړې وړتیا ته په اشارې سره څرګنده کړه: په ١٣٩٥ کال کښې د هوایی چلند نړیوال سازمان د یوې رسمی بیانیې په صادرولو سره اعلان وکړ چې د ایران اسمان په نړۍ کښې تر ټولو خوندي دی چې د ایران لپاره ویاړ دی او د هوايي دفاع ځواک او دا د هغې د تخنیکي او جنګي وړتیا نښه ګڼل کیږي.

جنرال عظيمي د ايران د شمال لويديځ هوايي سيسټم د دغه ځواک له نهو سيمو څخه يوه او له جغرافيايي او سياسي لحاظه د هېواد له مهمو سيمو څخه وبلله او ويې ويل: د ختيځ آذربايجان، لويديځ آذربايجان، اردبيل، زنجان او کردستان د ولايتونو اسمان د دې سیمې لخوا څارل او د الوتنې لارښود کیږي.

هغه په ​​دې خبرې سره چې تر ټولو زیاتې هوایې ټرافیک د هیواد په شمال لویدیځ کښې د تبریز په سیمه کښې دی، زیاته یې کړه: په اوسط ډول له ۸۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ الوتنې د شمال لویدیځ د هوای سیسټم له سیمې څخه په یو شپه او ورځ کي څارل کیږی چې د احصایې له مخې د پام وړ دی.

 عظيمي د ترکيې، آذربايجان، ارمنستان، عراق او د نخجوان د خودمختاره جمهوريت سره هم پوله د هېواد په شمال لويديځ کې د هوايي سيسټم يوه له مهمو ځانګړنو څخه وبلله او ويې ويل: په دغو هېوادونو کې د سيمه ييزو هوايي اډو شتون، په سیمه کې د اسمان د څارنې اهمیت زياته کړي ده.

 هغه د ایران په شمال لوېدیځ سیمه کې د فضایي سیستم د ماموریت پراخوالی له ۱۰۵ زره کیلومترو څخه زیات اعلان کړ چې د دغه هېواد د مساحت یو پر پنځلسمه برخه جوړوي.

 د هېواد د شمال لوېديځ د هوايي نظام قوماندان له انقلاب وروسته په تېره بيا د سپېڅلي دفاع له دورې وروسته د دغه ځواک کمی او کیفی پرمختګونه ډېر مهم وبلل او يادونه يې وکړه: له انقلاب څخه په مخکې کلونو کې يوازې د هېواد ۳۰ سلنه اسمان د دغه ځواک تر ادارې لاندې و چې اوس سل سلنه ته رسېدلی دی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .